امنیت

په پکتيکا کې ديوې خونړۍ چاودنې مخه ونيول شوه

٣- کابل باخترددلوي ٦ :

افغان ځواکونو دپکتيکا ولايت   ددو مندي په ولسوالۍ کې  ديوې چاودنې مخه نيولې ده .

دخبرونو له مخې   وسله والو طالبانو ددغې ولسوالۍ  په دوو ګڼ ميشتو سيمو کې  دماين په ايښودلوسره غوښتل  دافغان او بهرنيو ځواکونو په کاروان  باندې چې ټاکل شوې وه له سيمي څخه تيرشي بريد وکړي   خودغه ماينونه دکاروان له رسيدو مخکې دملي اردو دځواکونو له خوا کشف ا وشنډکړي شول.

دپکتيکا ولايت درسنيو دفتر دباختر اطلاعاتي اژانس ته  دخبرپاڼې په ليږلوسره ويلي دي  چې دغه ماينونه دوو بازارونو ته څيرمه په واټ کې  ځاى پرځاى شوي و چې دچاودنې په صورت کې دملکي وګړو دسردزيان احتمال زيات و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته