ټولنه

په پکتيکا کې د يوه پله د جوړولو کار پيل شو

کابل /د ليندې ١٠مه/باختر
په پکتيکا کې د يو ويجاړ شوې پل د بيا رغاونې کار نن پيل شو.
دغه پل د ښرنې ښار- ارګون ولسوالۍ په عمومي سړک کې موقعيت لري او په تېرو جګړو کې ويجاړ شوى دى.
د دغه پله ويجاړېدل ددې سبب شوى دى چې مسافروړونکي اوتجارتي کاروانونه د تګ راتګ لپاره سختې او اوږدې لارې ووهي.
د پکتيکا د فوايدعامې رييس محمد اکبر عادل باختراژانس ته وويل چې د دغه پل د بيا رغاونې کار به درې مياشتې وخت ونيسي.
د تجارتي او مسافروړونکو کاروانونوموټرچلوونکي او مسافران د دغه پله د بيا رغاونې لپاره د اسلامي امارت د هلوځلو هرکلى وکړ.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته