ټولنه

په پکتيکا کې له زرګونو اړو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته

کابل/ د مرغومي ٢٩مه / باختر:
په پکتيکا کې زرګونو اړو کورنيو خوراکي توکي ترلاسه کړل.
دغه کورنۍ د بېوزلۍ د زياتوالي، بېکارۍ او د طبيعي پېښو د رامنځته کېدو له امله له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او مرستو ته اړتيا لري.
د پکتيکا د کرنې رييس مولوي محمد اسماعيل شکيب چې د مرستو د ويش مسووليت يې پرغاړه و، باخترآژانس ته وويل: په دې پړاو کې ٥ زره کورنيو له دوو تر درېيو مياشتو پورې اوړه، غوړي او مالګه ترلاسه کړه.
دغه مرسته د خوړو نړيوال سازمان له لورې برابره شوې وه.
ويل کېږي دغه پنځه زره کورنۍ د پکتيکا ښرنې ښار او له اوو ولسواليو څخه مستحقې پېژندل شوې وې.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته