خبرونهامنیت

په پکتیا کې درې تنه د غلا په تور ونیول شول

کابل، د غبرګولي۲۱مه، باختر
د پکتیا شواک ولسوالۍ کې درې تنه چې د غلا په تور تورن وو د امنیتي ځواکونو لخوا نېول شوي دي.
باختر آژانس د خبر له مخې، د پکتیا شواک ولسوالۍ په مربوطاتو کې درې تنه چې د غلا پر تور تورن وو، د امنیتي ځواکونو له طرفه نیول شوي دي.
یاد تورن کسان چې تر ډېره وخته د امنېتي ځواکونو تر څارنې لاندې وو د یو لړ کشفي راپور په اساس د شواک ولسوالۍ د امنېتي ځواکونو لخوا تر تعقېب ورسته ونیول شول.
صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته