کابل، د چنګاښ ۴ مه، باختر
د پکتیا امنیتي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یې ۲ کسان هغه مهال نیولي، چې د یو صراف د تښتولو هڅه یې کوله.
د پکتیا پولیسو پرون ناوخته ۲ یرغلګر چې د څمکنۍ ولسوالۍ د نوي ښار له بازار څخه د یو صراف د تښتونې نیت درلود د دغو ځواکونو له لوري ونیول شول.
د پکتیا د امنیې قوماندانۍ یوې سرچېنې باختر آژانس ته وویل، چې یرغلګرو نیت درلود د دغه صراف په بې هوښه کولو سره دغه صراف وتښتوي، خو امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله.
نیول شویو کسانو د پولیسو په لومړنیو تحقیقاتو کې په خپل جرم اعتراف کړی دی.
ع