خبرونهفرهنګ

په پکتیا کې د زرغون اریوب په نوم پسرلنۍ مشاعره ترسره شوه

کابل، د غبرګولي۲۱مه، باختر
پکتیا کې د ځاځی آریوب ولسوالۍ په سپینه شګه کې د زرغون آریوب په نوم پسرلنۍ مشاعره ترسره شوه.
په یاده مشاعره کې له کابل څخه ورغلي د ټرانسپورټ وزارت سلاکار مولوی مفتي عبدالله روقیاني، قاری نجيب مبارک او فرهنګیانو، لیکوالانو، ځوانانو، او د رسنیو یو شمېر کارکوونکو هم ګډون درلود.
باختر آژانس سره په خبرو کې له کابل څخه ورغلي د کورنیو چارو وزارت د تدارکاتو مسوول مفتي الیاس فاتح د یادې مشاعرې په ترسره کېدو خوښي وښوده او په راتلونکي کې یې د نورو مشاعرو د ترسره کېدو ډاډ ورکړ او له ټولو ګډونوالو څخه يې ځانګړې مننه وکړه، چې ځاځي اريوب ولسوالۍ د سپينې شګې په سيمه کې يې په دې مشاعره کې ګډون کړی و.
د یادولو وړ ده، چې په یاده مشاعره کې د مسئولينو لخوا پخپلو ویناوو کې د راتلونکي نښتر دوديزې کلنۍ مشاعرې يادونه هم وشوه او نوموړي د زرغون آریوب پسرلنۍ په نوم مشاعره له کابل څخه ورغلي د کورنیو چارو وزارت د تدارکاتو مسئول مفتي الیاس فاتح له خوا د نوموړې مشاعرې د تنظيم چارې ترسره شوې.
صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته