کابل ، د غبرګولی ۳۱ مه ، باختر
د پکتیا د امنیې قوماندانې د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت وايي، چې د دغه ولایت په مرکز کې یې پنځه تنه د قیمتي ډبرو د قاچاق په تور نیولي دي.
د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت باختر آژانس ته ویلي، چې له نیول شویو کسانو څخه ۶۰۰ کیلو قیمتي ډبرې هم ترلاسه شوې دي. په خبره یې، له لومړنیو څېړنو وروسته به د نیول شویو کسانو دوسیې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
صدیقي