سیاست

فضل الهادي مسلميار دسعودي عربستان له سفيرسره وکتل

کابل باختردلړم دمياشتې ٢٧ :
د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلم يار نن په كابل كې د سعودي عربستان  له نوي سفير ښاغلي مسفر بن عبدالرحمن الغاصب سره د ملي شورا په مقر كې د پيژنګلوي كتنه وكړه.
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ :
په كتنه كې د مشرانو جرګې رئيس له افغانستان سره د سعودي عربستان د مرستو له امله د قدردانۍ ترڅنګ د دواړو اسلامي هېوادونو د دوستانه او تاريخي اړيكو او د افغانستان د عمومي حالاتو په اړه خبرې وكړې ويې ويل، چې د دواړو هېوادونو خلك زيات كلونه د اسلامي مشتركاتو پربنسټ له يو بل سره پراخې او نه شلېدونكي اړيكي او همكاري لري او نن هم بايد په بېلا بېلو برخو كې دغه مناسبات او اړيكې لازيات ټينګښت ومومي، چې د دغو مناسباتو په ټينګښت كې د دواړو هېوادونو پارلمانونه بنسټيز رول لري.
همدا راز مسلميار هيله څرګنده كړه، چې په اسلامي نړۍ كې د سعودي عربستان معنوي نفوذ، ځاى او رول ته په كتو سره دغه هېواد له افغانستان سره د دايمي او تلپاتې سولې د راوستو په برخه كې مرسته وكړي.
  د سعودي عربستان سفير د خپلو خبرو په بهيركې وويل، د سعودي عربستان دولت او ولس له افغانستان  سره د خپلو مرستو د دوام او په دې هېواد كې د سولې او ټيكاو په راوستو كې ژمن دي او په بېلا بېلو برخو كې به خپلو مرستو ته دوام وركړي .
د عربستان نوي سفير ډاډ وركړ، چې د خپل ماموريت په وخت كې به كوښښ وكړي، چې په افغانستان كې د سولې او امن او په بېلا بېلو برخو كې د دواړو هېوادونو د اړيكو د ټينګښت په تېره بيا د پارلماني دوستۍ د كمېټې له لارې څخه به د پارلماني اړيكو په ټينګښت كې چې پخوا رامنځته شوي كوښښ وكړي او د تجربو د تبادلې زمينې او مشاهداتي سفرونه به برابر كړي .
دغه راز فضل هادي مسلم يار د سترې محكمې د قضايي تعليماتو د رييس قضاوتيار نجيب الله اكبري د ښو خدمتونو په درناوي ده ته د مشرانو جرګې ستاين ليك وركړ.
ديوبل خبرله مخې :
د مشرانو جرګې دويم نايب حاجي رفيع الله ګل افغان نن د غزني د ولايتي شورا له رئيس عبدالجامع (جامع) او د دې شورا له غړي نادرخان ګيرووال سره وكتل.
په كتنه كې عبدالجامع جامع په داسي حال كې چې د دې ولايت سناتور حاجي الله داد (اندړ) هم حاضر وو د غزني ولايت د سيمه ييزو مسئولينو د برياليتوبونو په اړه  معلومات وړاندي كړل ، ويې ويل د غزني ولايت د والي او د اړوندو ادارو د مسئولينو د كوښښونو له امله د امنيت د ټينګښت او د غزني ښار د بيا رغاونې او نوي رغاونې په برخو كې د پام وړ كوښښونه ترسره شوي دي او هغه پروژې چې د اسلامي ثقافت او تمدن د مركز په توګه د غزني ښار د چمتوکولو په خاطر طرحه شوي وي ،يوشميريي بشپړي شوي او يا نوري يي د بشپړېدو په حال كې دي ، غوښتنه يې وكړه چې دولت دي د غزني ښار د پاتې پروژو د بشپړولو په موخه د دې ولايت د ۱۳۹۳ كال په  بودجه  لس ميليونه  ډالر په پام كې ونيسي او هم  ده د امنيت د ټينګښت په برخه كې د سيمه ييزو پوليسو جوړېدل ګټور وبلل او په دې ولايت كې يې د سيمه ييزو پوليسو د تشكيل د ډيرښت غوښتونكې شو.
د مشرانو جرګې دويم نايب د خپلو خبرو په بهير كې د اسلامي ثقافت د مركز په توګه د غزني ښار غوراوي د افغانستان د ملت وياړ وباله ژمن شو چې د دوي د ستونزو حل لارې به د اړوندو ارګانونو له مسئولينو سره د يوې ناستې په لړ كې وپلټي .
همدا راز د مشرانو جرګې دويم نايب د كورنيو چارو وزارت د عامه ساتنې د معين لوي پاسوال جمال عبدالناصر صديقي د كړنو رپوټ واوريد.
په دې ناسته كې ده دخپلو كاري چارو په اړه معلومات وړاندي كړل ، ويې ويل چې په دې پست كې د خپلې ګمارنې څخه وروسته د پوليسو  دسرزيان په سلو کې اووه ويشت كم شوى دى او هم له امنيتي كمپنيو څخه ۷۰۱ ميله ډول ډول وسلې د ۴۱ مخابرو سره يو ځاي راټولي شوي دي .
همدا راز نوموړي د عامه ساتنې په سلو کې داوولسو عوايدو د ډيرښت خبر وركړ ، زياته يې كړه چې په راتلونكې كال كې د دې معينيت عوايد لس ميليارده افغانۍ اټکل شوى دى.

دغه راز د عامه ساتنې معين د كابل- هرات څخه د خپلې وروستۍ كتنې په
معلومات وړاندي كړل ويې ويل چې د واليانو ، امنيه قوماندانانو او له يو شمېر هغو مسئولينو سره چې د دې لارې په تګلوري كې ميشت دي په پرله پسې ناستو كې يې د اكمالاتي كاروانونو او د دې لويې لارې په تګلوري كې د مسافر وړونكو وسايطو د لا زيات امنيت د ټينګښت په اړه يې خبري كړي دي او د ددغې لويې لارې د امنيت د ټينګښت په موخه جدي تدابير نيول شوي دي او هم ده  د كابل – هرات د لويې لارې په تګلوري كې د سړك د ترميم او د ويجاړو شويو پلګوټو او د جوړېدو غوښتونكې شو .
د مشرانو جرګې دويم نايب د عامه محافظت د معينيت كړنې د ستايلو وړ وبللې ، ژمنه يې وكړه چې د دوي د ستونزو د حل په برخو كې به كوښښ وكړي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته