خبرونهښوونه او روزنه

په پکتیا کې د پوهنې ریاست خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

کابل، د غبرګولي۲۱مه، باختر
د پکتیا پوهنې ریاست ۶۰۷ خالي بستونو د یوې غونډې له لاری ازادو سیالېو ته وسپارل.
په یاده غونډه کې د پکتیا مرستیال والي شیخ عزیزالرحمن منصور د پوهنې رئیس نیک محمد منیب، مختلفو ادارو منسوبینـــو، قومي مشرانو، ځوانانو، او د پـــوهنې ریاست ټول اداري ټیـــم ګــــډون درلود.
د پوهنې رئیس باختر آژانس ته وویل، چې د یادو بستونو له جملي څخه ۱۱۴ ښځینوو ته او ۴۹۳ بستونه نارینوو ته ځانګړي شوي دي، منیب پکتیاوالو ته د دې پروسې د شفافیت په اړه پوره ډاډ ورکړ.
ورپسې د پوهنې تدریسي مرستیال مولوي سیف الرحمن سعد، د یادو بستونـو په اړوند د ازادې سیالۍ له لارې د نوم لیکنې لړۍ او نور مختصر معلومات واړندې کړل او د غونډې په پای کې مرستیال والي شیخ عزیز الرحمن منصور د ښوونکي په مقدسه دنده خبرې وکړې او د داسې پرمختګونو هر کلی یې وکړ.
صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته