خبرونهښوونه او روزنه

په پکتیا کې د یوه ښونځي ودانۍ پرانیستل شوه

٣٠- ګردیز / د لړم ۲۴ /باختر
د پکتیا د پوهنې ریاست وایی چې نن په دغه ولایت کې د یو منځني ښونځى ودانۍ پرانیستل شوه .
د پکتیا د پوهنې رییس کوچي ځاځي د باختر اژانس خبریال ته وویل دغه ښونځی په پاخه او اساسي ډول د پوهنې وزارت د پرمختیایی بودجې څخه د اوولس ميلیونوافغانیو په لګښت جوړه شوې ده چې اته درسي ، دوه اداري او د کپیوټر یوه خونه ، د انګړ دیوال ، میزاو څوکۍ او زده کوونکو ته د څښاک د اوبو څاه او نور اړین محلقات شامل دي .
هغه وویل چې د دغه ښونځي په جوړېدو سره زده کوونکو ته د ښې زده کړې زمینه برابره شوې ده . پای /سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته