کابل، د غبرګولي ۸ مه، باختر
په پکتیا ولایت کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست چارواکي وايي چې د دغه ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ۴۲ مېلیونو افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د لسو پروژو چارې پيل شوې دي.
د یاد ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مشر وايي چې په مرکز ګردېز، ځاځي اریوب، احمد آبا، څمکنیو، لجه منګل، ډنډ پټان، وزې ځدراڼ، او شواک ولسوالیو کې د یونیسف په مالي ملاتړ د اوبو رسولو لسو پروژو چارې پیل شوې چې په بشپړېدو سره به یې سلګونو کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شي.
ن/ر