خبرونهفرهنګټولنهTOP

په پکتیا کې “شریعت غږ” راډیو خپرونې پیل کړې

کابل د چنګاښ ۱۲ مه، باختر

د پکتیا په مرکز ګردېز کې د ملي راډیو تلویزیون په چوکاټ کې د “شریعت غږ” په نوم یوې نوې راډیو خپرونې پیل کړې.

د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ثواب جان اسلام یار د یادې راډیو د پرانیستلو په پار په جوړو شویو مراسمو کې وویل، چې دغه راډیو به په ۹۳ “ایف.ایم” څپه ۱۷ ساعته خپرونې ولري چې د اسلامي امارت د پالیسۍ مطابق به د فکري رغونې په برخه کې پروګرامونه وړاندې کوي.

نوموړي همدا راز زیاته کړې، چې اوس مهال په دغه ولایت کې د چاپي رسنیو ترڅنګ شاوخوا ۹ دولتي او خصوصي غږېزې رسنۍ او ملي راډیو تلویزیون خپل نشرات لري.

ورته مهال د ملي راډیو تلویزون عمومي رییس قاري یوسف احمدي وویل، چې د پکتیا په مرکز ګردېز سربېره پلان لري په زرمت او څمکنیو ولسوالیو کې هم د شریعت غږ راډیو نشرات پیل کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته