خبرونهامنیت

په پکتیا کې مهمات ترلاسه شول

کابل ، د غبرګولی ۱۷مه ، باختر

د پکتیا امنیتي چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو یې په دغه ولایت کې یې یوه اندازه مهمات کشف او ترلاسه کړي دي.

د پکتیا امنیت آمر باختر آژانس ته وویل، چي دوی په جاني خېلو ولسوالۍ کې یو لړ نظامي مهمات کشف او ترلاسه کړي، یاد نظامي مهمات په یاده ولسوالۍ کې تر خاورو لاندېي شوي وو.

د یادولو وړ ده،  په تر لاسه شویو مهماتو کې ۱۳ فیره  د راکېټ مرمۍ ۷۷ صندوقه د پیکا ګولۍ ۲۲ صندوقه د داشکې ګولۍ او ۲۵ صندوقه د کلاشنکوف ګولۍ او  ۳ لاسي بمونه په کې شامل دي.

صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته