خبرونهامنیت

په پکتیا کې نوي جذب شوي پولیس  روزل کېږي

 کابل، د غبرګولي ۲۳مه، باختر

د پکتیا د امنیې قومندانۍ د پولیسو په روزنیز مرکز کې ( ۴۰۰) نويو جذب شویو پولیسو ته مسلکي زده کړې دوام لري.

د پکتیا امنیې قومندانۍ مسوولین وايي، چي په مرکز ګردېز کې د پولیسو په روزنیز مرکز کې له پکتیا، خوست، پکتیکا او لوګر ولایتونو څخه شاوخوا (۴۰۰) نويو جذب شويو پولیسو ته مسلکي زدکړي ورکول کېږي.

مسوولین وایي، چې یاد جذب شوي پولیس به په روزنیز مرکز کې له عقیدوي او مسلکي زده کړو وروسته د پولیسو په لیکو کې په منظمه توګه شامل او د ټولنې خدمت ته به وړاندې شي.

د یادونې وړ ده، چې له یاد مرکز څخه په تېرو پنځو(۵) میاشتو کې شاوخوا (۱۲۰۰) پولیسو ته له عقیدوي او مسلکي زده کړو وروسته فراغت سندونه ورکړل شوي دي.

صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته