ټولنه

په پکتیا کې څه دپاسه څلور زره کورنۍ خوراکي توکي ترلاسه کوي

کابل / د وري ۵ مه / باختر
د پکتیا په مرکز او د لجه منګل او روحاني بابا په ولسوالیو کې پر ۴ زره ۱۵۰کورنیو خوراکي توکي وېشل کېږي.
د پکتیا د پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس شادیم خان هلال وايي چې یاده مرسته د خوړو نړېوال سازمان په مالي ملاتړ پر ۴ زره ۱۵۰ زیانمنو شویو کورنیو وېشل کېږي چې د وېش لړۍ یې پرون پیل شوې ده.
سرچینه زیاتوي چې په نږدې راتلونکي کې به په درېو نورو ولسوالیو کې هم پر ۱۴۷۷ کورنیو خوراکي توکي ووېشل شي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته