خبرونهښوونه او روزنه

په پکتیا کې  یتیمانو ته د معیاري زدکړو زمینه برابره شوه

 کابل، د غبرګولي ۱۱مه، باختر

پکتیا  په مرکز ګردېز کې د امام ابوحنیفه په  ستر دارلایتام کې په سلګونو یتیمانو ته د عصري او دیني زدکړو زمینه برابره شوه.

د یاد دارلایتام مشر مولوي نصرت د پکتیا اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس خالق یار احمدزي او د ښاري پوهنې له آمر مولوي فاروق سره د لیدنې پر مهال شریکې کړې.

نوموړي وویل، چې دا مهال د سهار له مخې له لومړۍ څخه بیا تر تکمیل درجې پورې د دیني درسونو بېلابېل صنفونه او  ماسپښین بیا د انګلیسي، ریاضي او پښتو په ګډون د عصري زدکړو په برخه کې تدریسي بهیر مخته وړل کیږي، چې ورسره څنګ کې په لسګونو شاګردانو ته د ناظرې او حفظ ځانګړي ټولګي هم پرانېستل شوي دي.

نصرت زیاته کړه، چې دغو یتیمانو ته یې د ورځې استوګنځي ترڅنګ، د معیاري لیلې بندوبست هم نیولی او د نانوایي او پخلي د منظم سیستم ترڅنګ یې د هغوی ټولې ستونزې د دارالایتام په داخل کې ورته حل کړې دي.

دغه دارلایتام،چې د ببرک خان ځدراڼ د لیسې ترڅنګ په یوه مجهزه ودانۍ کې پرانیستل شوی، د استادانو له تنخوا نیولې بیا د پخلي او نورو لګښتونو پورې، ټول یې د ترکیې هېواد د یوه خیریه بنسټ لخوا ورکول کیږي.

د دغه ترکي بنسټ غړو د باختر آژانس خبریال ته د مرکې پرمهال وویل، چې دا مهال یې د یادې احاطې لپاره د څلوېښتو په شاوخوا کې معیاري حمام خونو پر جوړولو یې کار پیل کړی او په پام کې لري، په یاده احاطه کې یو ستر جومات هم په اساسي ډول جوړ کړي.

د یاد دارالایتام مشر دغه راز وویل، چې دوی دا مهال د دیني او عصري زدکړو لپاره څو تنه استادان پر دندو ګمارلي، چې د هغوی تنخوا هم یاد بنسټ ورکوي.

مسوولین وایي، چې دوی به دغه دارالایتام لا پراخوي او  ټولو هغو یتیمانو ته، چې پلارونه یې په جګړو کې له لاسه ورکړي، د وړیا او پرمختللو معیاري زدکړو مناسب چاپیریال برابروي.

صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته