ټولنهTOP

په پکتیکا او خوست کې له زلزله ځپلو سره د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د خواخوږۍ پيغام

کابل، د چنګاښ لومړۍ، باختر

په ډيره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې تېره شپه د پکتیکا ولایت د ګیان، نکې، برملې، زیړوک او د خوست ولایت سپیرې ولسوالیو په مربوطاتو کې شدیده زلزله شوې چې تر دې دمه د راپورونو له مخې سلګونه کورونه نړیدلي او په تأسف سره چې تر۳۰۰ هیوادوال شهیدان او له ۵۰۰ زیات ټپيان شوي. ښايي چې د مرګ ژوبلې کچه لا لوړه شي.

د افغانستان اسلامي امارت د دغې لویې پيښې له امله  د ټولو قربانیانو له کورنیو او خپلوانو سره ژوره خواشیني څرګندوي، غمځپلو کورنیو او متعلقینو ته يې له الله تعالی څخه د زغم او صبرهیله کوي، شهیدانو ته جنت الفردوس او ټپيانوته عاجله شفا غواړي.

د اسلامي امارت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت، ورسره ټولو اړونده مسؤلینو، واليانو او عامو افغانانوته لارښونه کېږي چې له خپلو ټولو امکاناتو سره هرڅه ژر د پيښې ځای ته ځانونه ورسوي، د شهیدانو په را ایستلو، د ټپيانو په انتقال او معالجې او له بې سرپنا شویو سره د عاجلو مرستو لپاره لازم اقدامات وکړي.

ورسره له نړیوالې ټولنې، خیریه بنسټونو او ټولو بشر پالو بنسټونو څخه هم غواړو چې له افغانانو سره په دغه ستر مصیبت کې لاس وکړي او له غم ځپلو سره هرڅومره چې ممکنه وي، خپلې مرستې ترې ونه سپموي.

ن.ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته