خبرونهټولنه

په پکتیکا کې اړمنو کورنیو مرسته ترلاسه کړه

 کابل، د غویی ۳۱ مه، باختر

د پکتیکا په دوه ولسوالیو شکین او مټاخان کې پر ۴۴۱۶ بې وزلو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول.

د باخترآژانس د خبر له مخي، د پکتیکا د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د دغه ولایت شکین او مټاخان  ولسوالیو کې، د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په مالي مرسته او د RHDO مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، پر  ۴۴۱۶ اړمنو کورنیو خوراکي توکي ووېشل.

د کلیو پراختیا ریاست مسؤلین وایې چې دا لړۍ به نورو ولسوالیو ته هم وغځول شي.

په خبره یې په دغه مرسته کې اوړه، غوړي، مالګه او د ماشومانو لپاره روغتیايي خوراکي توکي شامل دي.

د یادونې وړ ده چې په یاد ولایت کې له دې وړاندې هم له اړمنو کورنیو سره مرسته شوې ده.

صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته