خبرونهټولنه

په پکتیکا کې تېز باد او باران له امله ولسونو ته مالي زیانونه اوښتي دي

 کابل، د چنګاښ ۱۵ مه، باختر

د پکتیکا ولایت  د مرکز ښرنې په ګډون د دغه ولایت په اکثرو ولسوالیو کې د تیز باد او باران د اورښت له امله ولسونو ته زیات مالي زیانونه اوښتي دې.

د پکتیکا ولایت خیرکوټ ولسوالۍ اوسیدونکي وایې چې وړمه ورځ په دغې ولسوالۍ کې تېز باد او باران خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.

د دوی په خبره چې تېز باران او باد د خلکو د لمریزې برېښنا ښېښې او مېوه لرونکي او غیر مېوه لرونکي نیالګي مات کړي دي.

د خیرکوټ ولسوالۍ اوسیدونکي وایې چې سږ یې نیالګیو ښه ثمر درلود خو اوس یې له دې اورښت سره  په بڼونو کې څه پاتې نه دي .

دا په داسې حال کې ده چې په لوګر، زابل او غزني ولایتونو کې هم تېره شپه او پرون ورځ تېزو بادونو او اورښتونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.

د یادونې وړ ده چې د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په زیاتو ولایتونو کې د تېز اورښت او بادونو  آټکل کړی دی.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته