ورزش

دبايسکل ځغلوني د ملي ټيم نجونې او هلکان د لومړي ځل لپاره د آسيا د المپيک په سياليوکې ګډون کوي

_  کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ٢١ :
دبايسکل ځغلونې دملي تيم ورزشکاران د آسيا د المپيک د سياليو لپاره تيارى نيسي .
ټاکل شوې ده د آسيا دالمپيک سيالۍ په  راتلوونکې مياشت کې په جنوبي کوريا کې ترسره شي.
د المپيک دملي کميټې د بايسکل ځغلولو فدراسيون رييس محمدصادق   صادقي نن   آژانس ته وويل: په دغو سياليوکې به دلومړي ځل لپاره څلورتنه بايسکل ځغلوونکې نجونې او دوه تنه بايسکل ځغلوونکي هلکان ګډون وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته