امنیت

په پکتیکا کې دولس ماینونه کشف او شنډ کړای شول

کابل/دلړم۱۲مه/باختر
د پکتیکا د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي چې پولیسو نن د دغه ولایت د وړممۍ ولسوالۍ په مربوطاتوکې ١٢ ماینونه کشف او شنډ کړي دي.
د امنیې قوماندانۍ ویاند شاه محمد آرین د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې دغه ماینونه پکتیکا ته پر غځېدلو لارو د تور ناصر، برکت کارېز او عالیکزو کې کشف او شنډ کړی شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون هم د پکتیکا د سروضې ولسوالۍ د سلطانو په سیمه کې د سړک غاړې ماین پر ملکي خلکو چاودنه کړې چې اووه کسان پکې وژل شوي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته