امنیت

لس يرغلګر په غزني کې ووژل شول .

کابل / دچنګاښ ٢٧مه /باختر:
١٠ يرغلګر په غزني کې  له پوځيانو سره  په جګړو کې ووژل شول او ٦ نوريې ټپيان شول.
دغه جګړې تېره شپه غزني ښار ته څېرمه د اسفندې په کلي او د خوږياڼيو ولسوالۍ بازار ته څېرمه هغه  وخت  ونښتې چې په لسګونو يرغلګر په څو امنيتي پوستو يرغل وکړ.
د تندر قول اردو د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي.  چې په دې جګړو کې د طالبانو په ډلې پورې تړلي ١٠ يرغلګر ووژل شول  او ٦ نوريې ټپيان شول .
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې د وسله والو طالبانو له برېدونو وروسته  هوايي ځواکونه  د پوځيانو  مرستې ته  ورودانګل او يرغلګرو د سر د زيان  په زغملو سره وتښتېدل.
وسله والو طالبانو تراوسه  پورې  په دې باب څه نه دي ويلي .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي،. چې پوليسو د غزني له ګڼ مېشتو لارو څخه د ١١ ماينونوپه کشفولو سره د يولړچاودنو مخه ونيوله .
  ختم _ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته