کابل، د غبرګولي۱۶مه، باختر
د پکتیکا امنیې قومندانۍ چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې یې د تورو ښیښو د پاکولو کمپاین پیل کړی دی.
د پکتیکا د امنیت آمر جاوید بدري باختر آژانس ته وویل، چې لس ورځي وړاندې یې موټر چلوونکو ته د ټولنیزو او غږیزو رسنیو له لارې خبر ورکړی وو تر څو د خپلو موټرو تورې ښیښې پاکې کړي؛ خو دوی ورته کومه جدي توجه نه ده کړې.
بدري وویل، تورې ښيښې د جنایې جرمونو سربېره غلاوې اختطاف او ځېنو نورو مواردو کې مضر تمامېږي.
نوموړي ټولو موټرچلوونکو ته سپارښتنه وکړه، چې د خپلو موټرو ښیښې پاکې کړي.
د یادولو وړ ده، چې د دولتي کسانو لپاره به څو اوونې وروسته ځانګړی پروګرام پيل شي.
صدیقي