خبرونهټولنه

په پکتیکا کې د چاپېریال ساتنې اوونۍ ونمانځل شوه

 کابل ، د غبرګولی ۱۷ مه ، باختر

پکتیکا د چاپېریال ساتنې ریاست وایې د کروندګرو له لوري د اوبو بې ځایه استعمال د دې لامل شوی، چې د ځمکې لاندې اوبه ښکته او خلک د پاکو اوبو له نشتون سره مخ شي.

دغه څرګندونې د چاپېریال ساتنې ریاست مسؤولینو د چاپېریال ساتنې د اوونۍ په مناسبت جوړې شوې ناستې ته وکړې.

د یاد ریاست د عامه اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیر میر احمد عزیزي پخپلو خبرو کې باختر آژانس ته وویل،  چې د وچکالي او د خلکو له لوري د اوبو بې ځایه مصرف د دې لامل شوی، چې تر ځمکې لاندې اوبه ښکته او پاکو اوبو ته د خلکو لاسرسی کم شي.

عزیزي وویل خلک د سولر سیستم پرمټ له ځمکې اوبه په اسانۍ را پورته کوي او کښتونه پرته له دې چې اوبو ته ضرورت ولري څو ځله خړوبوي چې دې کار د پکتیکا په یو شمېر سیمو کې د اوبو څاګانې او کاریزونه وچ کړي.

مرستیال والي چې دې ناستې ته یې خبرې کولې وویل د اوبو د بې ځایه کارونې د مخنیوي لپاره عامه پوهاوي ته اړتیا ده ښوونکي دې خپلو زده کوونکو او د مسجدونو امامان دې خلکو ته په دې اړه پوهاوی ورکړي.

باور دا دی، چې که د چاپېریال ساتنې په برخه کې خلکو ته د عامه پوهاوي ترڅنګ د بېلابېلو ریاستونو او بنسټونو له لوري کېنول شوي نیالګې په سم ډول وپالل شي د چاپېریال ساتنې په برخه کې به راولاړې شوې ستونزې له منځه لاړې شي.

صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته