کابل، د غبرګولي ۵ مه، باختر
د پکتیکا ولایت ټولګټو چارو ریاست له بودجې د ۶۰۰ زرو افغانیو په لګښت د سروبي ولسوالۍ په سپېدار سیمه کې د مماتي په نوم د ( ۵۰ ) متره پُل د ترمیم چارې پیل کړې.
دغه پُل چې د ښرنې او آنګور آډې عمومي ترانزیټي لویه لاره باندې جوړ شوی، زیات شمېر لوی او واړه موټر ورباندې تګ راتګ کوي؛ خو د اورښتونو او سېلاوونو له امله ویجاړ شوی چې ولسونه او موټر چلوونکي یې له زیاتو ستونزو سره مخ کړي دي.
د ټولګټو چارو رئیس مولوي محمد اکبر عادل وایې چې د پل له ترمیم څخه وروسته به د خلکو او موټر چلوونکو ستونزه حل شي.
عادل وایې چې خپل مسؤلیت ته ژمن دی او هڅې یې پیل کړي چې ورته نور ویجاړ شوي پلونه هم بیا ورغوي.
ن/ر