خبرونهټولنه

په پکتیکا کې سېلاوونو  مالي زیانونه اړولي دي

 کابل، د زمری۲ مه، باختر

تېره ورځ ماسپښين مهال د پکتیکا مرکز په شمول مټاخان او بکخېل ولسوالیو کې سېلاوونو خلکو ته  مالي زیانونه اړولي دي.

د مرکز شرنې مټاخان او بکخېلو اوسېدونکو باختر آژانس له سیمه ییز خبریال سره په خبرو کې ویلي، چې سېلاوونه خورا زیات وو او خلکو ته یې مالي زیانونه اړولي دي د سېمې اوسېدونکو دا هم وویل، چي د کورونو دېوالونه یې چپه شوي باغونه او فصلونه یې سېلاوونو له ځان سره وړي دي.

د یادونې وړ ده چې څو اوونې مخکې هم د مرکز په شمول په زیاتو ولسوالیو کې سېلاوونه راوتلې وو چې غنم او سولر(شمسي) د مڼو باغونه  د کورونو دېوالونه یې له ځان سره وړي وو.

صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته