خبرونهټولنه

په پکتیکا کې له زلزله ځپلو سره د خوراکې توکو مرسته وشوه

 کابل ، د چنګاښ ۲ مه، باختر

پکتیکا مرکز ښرنې بازار اتحادي مشرانو د زلزله ځپلو سره د خوراکي توکو مرسته چمتو کړې.

تېره ورځ د پکتیکا په شمول د برمل، ګیان، زېړوک، نکه ولسوالیو کې زلزله وشوه، چې مالي او ځاني تلفات یې اړولي دي. نن ورځ د پکتیکا مرکز ښرنې بازار اتحادي مشرانو د خوراکي توکو مرسته چتمو کړې چې نن ورځ به یې د وېش لړۍ پیل شي.

د بازار د اتحادي مسوول حاجي اکبر باختر آژانس ته وویل، چې دوکاندارانو اتحادیې د شتمنو خلکو سره یوځاي خوراکي توکې راټول کړې او غواړې چې ګیان او برمل ولسوالیو اړوند زلزله ځپلو ته ورسوي.

د اتحادي یو بل غړي قاري کبیر په داخلي او نړیوالو خیریه بنسټونو باندې غږ وکړ، چې د پکتیکا د ګیان او برمل ولسوالیو زیانمنو خلکو سره اړینې لومړنۍ مرستې وکړي.

هېره دې نه وي چې وړمه ورځ د پکتیکا خصوصي روغتونونو او درملتونونو د ۳۵۰۰۰۰ افغانیو په ارزښت درملو وړیا مرسته کړې وه.

صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته