کابل / د کب ۱۴ مه / باختر
د پکتیکا د مرکز په ګډون درېیو ولسوالیو کې د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست په چوکاټ کې د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ پر ۹۸۵۰ اړمنو او بې وزلو کورنیو د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې.
د پکتیکا د کلیو پراختیا او بیا رغونې رییس مولوي خان محمد احمد باختر آژانس ته وویل چې د دغه ولایت په وړممۍ، تروې، سروضې، ارګون، یوسف خېلو،یحیی خېلو، زرغون ښار، جانیخېلو او برملې ولسوالیو کې پر ۹۸۵۰ زرو اړمنو او بې وزلو کورنیو اوړه، غوړي، دال او د ماشومانو د خوارځواکۍ مواد ووېشل شول.
ن/ر