خبرونهټولنه

په پکتیکا کې څلور تنه په لوړو بستونو کې په دندو وګومارل شول

 کابل، د غبرګولی ۸ مه ، باختر

پکتیکا د ارګون ولسوالۍ لپاره نوی ولسوال مفتي ضیأالرحمن مدني و ټاکل شو.

د باختر آژانس د خبر له مخي، پکتیکا ارګون ولسوالۍ ته نوی ولسوال ضیأالرحمن مدني،  نوی مرستیال مولوي عبدالرحمن ابوبکر او نوی ښاروال مولوي محمد یعقوب جلالي او امنیه قوماندان ملا عنایت الله همایون نن د ولایت مقام د دفتر رئیس مفتي عارف الله الهام او د اطلاعاتو او کلتور رئیس محمد آمین حذیفه له لوري رسمآ معرفي شول او خپلې چارې یې پیل کړې.

د ولایت مقام د دفتر رئیس مفتي عارف الله الهام د یادو مسؤلینو د پېژند ګلوي په مراسمو کې وویل، مسؤلیت امتیاز نه بلکې یو بار دی چې دا بار باید په داسي ډول مخته یوړل شي چې په راتلونکي کې سړی نه خدای او نه هم خلکو ته ملامت وي.

نوي ولسوال او نورو نویو مقرر شویو مسؤلینو د اسلامي امارت له لوړ پوړو چارواکو مننه وکړه چې دوی یې د یاد منصب لپاره وړ وبلل او باور یې پرې وکړ.

د یادونې ده چې د زېړوک ولسوالي لپاره هم نوی امنیه قوماندان شمس الرحمن همت ټاکل شوي.

صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته