خبرونهروغتیا

په پکتیکا کې ډېر شمېر روغتونونه او درملتونونه د فعالیت جوازونه نه لري

 کابل، د چنګاښ ۱۵ مه، باختر

د پکتیکا ولایت مرکز او  ولسوالیو کې ډېر شمېر روغتونونه او درملتونونه پرته د فعالیت له جوازه په غیر قانوني ډول چارې پر مخ وړي.

ځايي خلکو دغه چاره د روغتیا په ډګر کې د ډېرو ستونزو د زېږدو لامل بللې ده. دوی وايې هر څومره ژر باید روغتونونو او درملتونونو ته یا جوازونه ورکړل شي او یا يې غیر قانوني فعالیت ودرول شي.

روغتیايې مسولین هم مني چې په دغه ولایت کې په لوی شمېر کې کلنیکونه او دواخانې خپل سري فعالیت لري خو وايې له دې وروسته د دې کار اجازه نه ورکوي.

ځايي خلک وايي، چې دغه ولایت کې یاده ستونزه له ډېره وخت راهیسې موجوده ده، په خبره یې، په یاده برخه کې د غیر مسلکي کسانو د کمښت له امله ټول زیان ناروغانو ته رسېږي.

د ځايې خلکو په خبره، لومړی باید د خصوصي روغتونونو او درملتونونو مالکان په قانوني ډول فعالیت وکړي او هر څه معیاري کړي، که دا کار نشي کولای، باید مسولین يې د فعالیت ختمولو لپاره لاس په کار شي.

د پکتیکا روغتیايي مسولین هم مني چې دې ولایت کې په لوی شمېر کې خصوصي روغتونونه، لابراتوارونه او درملتونونه خپل سري فعالیت لري، خو په قول يې له دې وروسته به په هېڅ صورت ورته د کار اجازه ورنکړي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم څو ځله پکتیکا کې د خصوصي روغتونونو له غیرقانوني فعالیت، ناروغانو ته د بې کیفیته درملو د ورکړې او مسلکي کسانو د کمښت له امله شکایتونه شوي دي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته