خبرونهامنیت

په پکتیکا کې یوه اندازه مهمات کشف او ترلاسه شول

کابل، د غبرګولي۲۱مه، باختر

د پکتیکا ملي امنیت منسوبینو په خیرکوټ ولسوالۍ کې د یو لړ چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې یو شمېر درنې او سپکې وسلي ترلاسه کړې دي.

باختر آژانس د خبر له مخې، دغه عملیات د پکتیکا په خیرکوټ ولسوالۍ کې د تېر نظام د یوه پاڅون کوونکي په کور تر سره شول، چې مهمات پکې په نا قانونه توګه ساتل کېدل، په نیول شویو مهماتو کې یو توغندی، یو میل نارنجک، زرګونه ګولۍ او ګڼ شمېر نور مهمات شامل دي.

صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته