خبرونهټولنه

په پکتیکا کې  ۱۷ عالمانو ته د فضیلت پګړۍ وتړل شوې

کابل /د غویی ۱۹ مه/ باختر

د پکتیکا په نکې ولسوالې کې اوولس دیني عالمانو او د قران کریم حافظانو ته د فضیلت پګړۍ وتړل شوې.

د باختر آژانس د خبر له مخي؛ په فراغت غونډه کې د پکتیکا والي مولوي عبدالله مختار وویل: دیني عالمان د انبیاوو ع وارثین دي او د ټولنې د سمون او پرمختګ په برخه کې تر بل هر چا خورا مهم رول لوبولی شي.

مختار وویل چې دا هم د دوی برکت دی چې نن د افغانستان ټول وګړي د امن په کشتۍ کې سپاره دي او د قراني قانون تر چتر لاندې خپلې چارې ترسره کوي.

نوموړي له دیني عالمانو غوښتنه وکړه، چې په هېواد کې دې د خلکو د فکر جوړونې تر څنګ د بې ځایه او ناوړه دودونو په له منځه وړلو کې هم زیاتې هڅې وکړي، چې بد او ناوړه دودونه د تل لپاره له منځه یوړل شي.

د پکتیکا د نکې ولسوالۍ د ضیاءالمدارس فاروقي مدرسې بسنټګر  وویل چې دغو عالمانو د صرف، نحوې، تفسیر او د قرانکریم د تجوید په برخو کې زده کړې بشپړې کړې او نن ورته د فضیلت پګړۍ وتړل شوې.

د یادونې وړده چې تر دې وړاندې هم له یادې دیني مدرسې دیني عالمان او حافظان فارغ شوي او د فضیلت پګړې ورته تړلې شوې وې.

صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته