خبرونهټولنه

په پکتیکا کې ۳۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

کابل/ د غویی ۶ مه / باختر

د پکتیکا په سروبي ولسوالۍ کې د اوبو د یوې زېرمې په جوړېدو سره ۳۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې.

دغه زېرمه د یونیسف په مالي ملاتړ د څلور نیمو مېلیونو افغانیو په لګښت جوړه شوې ده.

د پکتیکا د کلیو، بیا رغونې او پراختیا رئیس مولوي احمد احمد وایې، چې په یاده سیمه کې خلکو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه درلود او د دغې زېرمې په جوړېدو سره ۳۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې.

د یادونې وړ ده، چې یونیسف په پلان کې لري چې په نږدې راتلونکي کې د پکتیکا په یوسف خېلو، زرغون ښار او ارګون ولسوالیو کې هم د څښاک اوبو ورته زېرمې جوړې کړي.

صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته