کابل / د ثور ۱۱ مه / باختر
په کابل او نورو ولایتونوکې په زرګونوښاریانود اخترلمونځونه په جوماتونوکې د اخترلمونځ په امنه فضا کې ادا کړ.
د باخترآژانس خبریال د خبرله مخې، د اخترله لمانځه څخه مخکې ملا امامانو د لوی امیرالمومنین شیخ الحدیث والتفسیر ملاهیبت الله آخندزاده د مبارکۍ پیغام ولوست .
ديني عالمانو د روژې د مبارکې مياشتې او د کوچني اختر په مناسبت د اختر د لمانځه په اړه مفصلې خبرې وکړې او په هېواد کې يې د سولې، امن او ثبات دعا وکړه.
په همدې حال کې د افغانستان د اسلامي امارت مسوولینو په ځوانانو او هغو کسانو چې له هېواده بهر تللي دي غږ وکړ چې هېواد ته راستانه شي او د هېواد په ابادۍ او وده کې ونډه واخلي.
لمونځ کوونکو د اختر د لمانځه په پای کې د بلخ، کندز، کابل د وروستیو بریدونو د شهیدانو روح ته د دعا لاسونه پورته کړل او د خدای ج له درباره څخه په هېواد کې د تل پاتې سولې او بشپړ امنیت دعا وکړه.
ع