امنیت

په کابل او نورو ښارونو کې د هوايي ډزو په اړه د افغانستان د اسلامي امارت د نظامي چارو کمېسیون اطلاعیه

کابل / د وږي ۱۴ مه / باختر
دا څوم ځل دی چې په کابل او نورو ښارونو کې د ښادۍ او خوشحالۍ په مناسبت هوايي ډزې کېږي چې دغه کار اکثره د اسلامي امارت مجاهدین کوي او د ګڼو ملکي خلکو د شهادت، ټپي کېدو او ویرې سبب ګرځيدلی دی.
په همدې اساس په کابل او ولایتونو کې ټولو نظامي مسوولینو، د قطعو مشرانو، ډلګی مشرانو او نورو اړوندو کسانو ته لارښوونه کېږي چې که له دې وروسته په هر مناسبت هرچا هوايي ډزې وکړې، هغه خلک سمدستي ونیسئ، خلع سلاح یې کړئ او له ښارونو څخه يې بهر کړئ.
د کابل او ولایتونو امنیه قومندانیو او د استخباراتو مسوولینوته ځانګړې لارښوونه کېږي چې د دغو کسانو په تثبیت او مجازات کې چټک او قاطع ګامونه واخلي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته