خبرونهټولنه

په کابل – قندهار لویه لاره کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۴ تنه ووژل شول او ۴۵ تنه نور ټپیان شول

 کابل، د زمري ۴ مه، باختر

په کابل- قندهار لویه لاره کې د یوه مسافر وړونکي بس موټر د چپه کېدو له امله ۴ تنه ووژل شول او څه نا څه ۴۵ تنه نور ټپیان شول.

د را رسېدلو خبرونو له مخې، دغه مسافر وړونکی بس د تېرې شپې د نهو بجو په شاو خوا کې د شهرصفا ولسوالۍ په مربوطاتو کې د سېلاو له امله له واټ څخه ووت او چپه شو.

ويل کېږي په دې پېښه کې یو تن بې درکه شوی دی.

له پېښې وروسته امنیتي ځواکونو د یو شمېر مسافرانو په همکارۍ په موټرکې د بند پاټې شویو مسافرینو په ژغورنې اقدام وکړ.

د زابل د عامې روغتیا رئیس ډاکترعبدالحکیم حکیمې باختر آژانس ته وویل چې په دې پېښه کې ۳ ښځې او یو نارینه وژل شوي او یو بل بې درکه شوی او ۴۵ تنه هم ټپیان شوي دي.

د دغې پېښې د یو شمېر ټپیانو روغتیايي حالت خراب بلل شوی دی.

د تېرې شپې سیلاوونو د راوتلو له امله د کابل – قندهار لویې لارې ځينې سیمې هم وېجاړې شوې دي.

ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته