ټولنه

په کابل ښارکې د یوشمېرلوړپوړیزو کورونو د مرکزګرمۍ سیستم وڅارل شو

کابل / د مرغومي / ۲۹ / باختر
د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې څېړونکي نن د کابل ښار د شپږمې او اوومې ناحيې د لوړ پوړیزو کورونو د مرکز ګرمۍ سیستم او د لوګي د تصفیې فلتر وڅارل.
د باخترآژانس د خبرله مخې، دغه څارنه په کابل ښارکې د هوا د ککړتیا د کمښت او مخنیوي په موخه د کابل ښار د شپږمې او اوومې ناحیې د لوړ پوړیزو کورونو د مرکز ګرمۍ د سوند او فعالیت د سیستم څارنه وشوه.
دغه راز د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې څېړونکي د دغې څارنې په بهیرکې د لوړ پوړیز کورونو خاوندانوته لارښونه وکړه چې د تصفیې فلتر د دوی د کورونو لوګي د چاپیریال ساتنې د لارښونې په مطابق عیار کړي او فعاله وساتي.
د لوړ پوریزو کورونو د مرکز ګرمۍ د سوند له سیستم څخه د څارنې بهیر په کابل ښار کې د هوا د ککړتیا د کمښت او مخنیوي په موخه دوام لري.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته