نړۍ

دفلوجې ځينې برخې دالقاعده لاسته ورغلي دي.

بغداد- وى او اې – باختر دمرغومې دمياشتې ١٣
دفرانسې خبري آژانس خبر ورکړى دى چې  دعراق د دالاانبار ښار ولايت په مرکز
رمادې ښارکې نښتې لږې شوي دي خو دفلوچې په ښارکې د دولت ځواکونو او
القاعده ترمنځ نښتې  دوام لري .
عراقي ځواکونو پرون له القاعده مليشو سره سختې  نښتې وکړې  او د فلوجې او رمادى سني ميشت  ښارونو ځينې برخې يې نيولي دي .
دعراق دولت په جګړه مارانو دجنګي جټ  الوتکو او توغنديو په واسطه بريدونه کړي دي خودتلفاتو شمير يې روښانه نه دى .
د اسوشيتد پرس دخبرله مخې  دسنيانو پلوى  نندلارودعراق دشيعه دولت او سني توکمو ترمنځ له نښتې څخه  ګټه اخلي .
سينيانو په دولت باندې د توپيري او دهغوي غوښتنوته دنه پاملرنې تورلګوي .
په رمادې ولايت کې تاوتريخوالى د دوشنبې په ورځ له هغه وروسته پيل شو چې دولتي ځواکونو د رمادى په ښار کې دسنى اعتراض کوونکو خيمې ټولې کړې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته