دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل : نن سهار په اتوبجو او پنځو دقيقو له نامعلوم لوري څخه دوه توغندي دکابل دامنيتي حوزي اړوند د سپين جومات تر شااو دسرسبزي په څلور لاره کې ولګيدل چې له امله يې يو تن ملکي وګړي ټپي شوى دى .
خبرځاى زياته کړه ،پوليسو دتوغنديو دتوغولو په باب څيړنې پيل کړي دي .