خبرونهاقتصاد

په کابل ښار کې  پر شاوخوا ۵۰ کیلومتره سړکونو کرښې اچول کېږي

کابل/ د غوايي٢٥مه/ باختر

کابل ښاروالۍ په کابل ښار کې پر سړکونو د ” کرښو اچولو”د پروژې پاتې کار پیل کړ.

پر سړکونو د کرښو اچولو د څارنې يو مسوول عبدالبصير مبصر د باخترآژانس خبريال ته وويل چې دغه پروژه چې د کابل ښاروالۍ له خوا پلې کيږي، په ترڅ کې به یې د کابل له نړيوال هوايي ډګر څخه د عامې روغتيا تر څلور لارې پورې پر ٣.٣ کيلومتره سړک د کرښو اچولو چارې نن پيل شوې.

انجينر مبصر زياته کړه چې کابل ښاروالۍ په  پام کې لري چې په کابل ښار کې پر ٥٠  کيلو متر سړک کرښې واچوي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، د کابل ښار دننه او د شنو ساحو سړکونه د کابل ښاروالې په لومړيتوب کي دي.

هغه د دغې پروژې د پلي کېدو موخه د ترافيکو د بهير تنظيمول، د ترافيکي پېښومخنيوى او د ښار ښکلا وبلله.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته