امنیت

په کابل کې درې تنه د غلا په تړاو ونیول شول

کابل / د وري ۹ مه / باختر
پولیسو نن درې تنه د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې د غلا په اړوند ونیول.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز د باختر آژانس خبریال ته وویل: نیول شویو کسانو د وسلې په ګواښلو سره د اوسېدونکو پیسې او موبایل اخیستل او په کابل ښار کې د وسله والې غلا په څو قضیو کې یې لاس درلود چې پولیسو د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې له یوې تومانچې سره ونیول.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته