خبرونهسیاست

په کابل کې د آلمان شارژدافير له طالبانو وغوښتل چې اور بند ومني

– کابل دسلواغې ۲۸/ باختر
د بهرنیو چارو وزارت سیاسی معین ،ميرویس ناب نن د آلمان سفارت له شارژدافیر سره په کابل کې وکتل .
دغه آلماني ډیپلومات په افغانستان کې د تاوتریخوالي له زیاتوالي اندېښمن شو ،او له طالبانو یې غوښتي دي چې اوربند ومني او د سولې د خبرو اترو مېز ته راوګرځي .
د باختر آژانس د خبر له مخې: په دې کتنه کې په کابل کې د آلمان سفارت شارژدافیر ویلي دي، متبوع دولت یې د افغانستان د حکومت او د خلکو په مشرۍ او د وروستیو دوو لسیزو له لاس ته راوړنو او د سولې له پړاو څخه ساتنه کوي .
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ویلي دي :)( طالبانوپه سیمه کې بنسټ پالنه رواج کړې ده او سیمه ییز هېوادونه، امارات د نورو ترورستي ډلو د غښتلتیا لپاره د خطر زنګ بولي ، له دې کبله سیمه له اسلامي جمهوريت او د افغانستان له خلکو سره یو ځآی ده.))
هغه دغه راز په سیمه ییز او نړیوال اجماع کې د هېواد د سولې له پړاو د ملا تړ په اړه ټينګار کړی دی .
پای شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته