خبرونهامنیت

په کابل کې د الکولي مشروباتو یو مرکز کشف شو

 کابل، د غوايي ۲۹ مه، باختر

د کابل امنیتي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یې د شرابو یو مرکز کشف کړی دی.

یاد وزارت وايي پوليسو يې د کابل ښار د څلورمې امنيتي حوزې اړوند “تایمني” سيمه کې کشفي عمليات ترسره کړي چي په ترڅ کې یې د الکولي مشروباتو يو مرکز کشف او لسګونه بېلابېل ډوله مشروبات يې ترلاسه کړي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې پولیسو د یادې قضې په تړاو اته کسان هم نیولي دي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم پولیسو د کشفي عملیاتو په پایله کې ډیره اندازه الکولي مشروبات کشف او له منځه وړي دي.

افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته