سیاستخبرونهاقتصاد

په کابل کې د ایران سفیر: په افغانستان کې د کرنې په برخه کې همکارۍ او پراختیا ته چمتو یوو

 کابل/ د غوايي٢٦مه/ باختر

په کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له مرستیال مولوي صدراعظم سره په کتنه کې په افغانستان کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د پانګونې لپاره د خپل هېواد چمتووالی اعلام کړ.

له دغه وزارت څخه باختر اژانس ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې په دې کتنه کې امينيان د افغانستان د اسلامي امارت او د ايران د اسلامي جمهوريت ستونزې يو شان وبللې او ويې ويل: د افغانستان اسلامي امارت لکه د ایران اسلامي جمهوریت په څېر تر بندیزونو لاندې دی او موږ له دې وضعیت څخه د وتلو لپاره دوه اړخیزو همکاریو ته اړتیا لرو.

هغه زیاته کړه: د مهاجرینو، د نشه یي توکو کرکيلې او قاچاق دواړه ګاونډي هیوادونه زيانمن کړي،  موږ باید په ګډه کار وکړو او د افغانستان د کرنې په برخه کې همکارۍ او پراختیا ته چمتو یوو.

په کابل کې د ايران سفير افغانستان د ايران لپاره د کرنيزو محصولاتو ښه بازار وباله او ويې ويل، چې اوسمهال د دغه هېواد څه باندې ٨ ميليارده ډالره د کرنې او مالدارۍ په محصولاتو او له لرې پرتو هېوادونو څخه پر وارداتو لګېږي.

د ده په وینا؛ که افغانستان دغه توکي برابر کړي، ایران به د نړۍ له نورو هېوادونو څخه توکي ونه پېري.

نوموړي دغه راز له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه هم خبرې وکړې او یادونه یې کړې چې ایران د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ په برخه کې د افغانستان له کروندګرو او بڼوالو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی او په راتلونکي کې یې د اسانتیاوو د برابرولو او د هغوی د محصولاتو د پیرودلو ډاډ ورکړی دی.

په همدې حال کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسلکي مرستیال مولوي صدراعظم په کابل کې د ایران سفیر ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان اسلامي امارت په بېلابېلو برخو کې هر ډول همکارۍ او اسانتیاوو برابرولو ته چمتو دی.

نوموړي د دواړو هېوادونو تر منځ  زيات فرهنګي، مذهبي، ژبني، جغرافيايي، اقتصادي او ټولنيز مشابهتونه ياد کړل او ويې ويل، چې اوسمهال په ټول افغانستان کې امنيت تامين شوی؛ خو اقتصادي ستونزې لا هم د هېواد وګړي ځوروي.

د ده په وینا؛ ایران پرمختللي کرنيز وسایل او ماشین الات  لري او کولای شي د افغانستان د اقتصادي ستونزو د حل لپاره د افغانستان له اسلامي امارت او بزګرانو  سره همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې  وړاندې په  کابل کې د ایران سفیر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له سرپرست مولوي عبدالرحمن راشد سره وکتل او  ویې ویل چې هېواد یې له افغانستان سره هر ډول همکارۍ او پانګونې ته چمتو دی.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته