سیاست

په کابل کې د ایران له سفیر سره د بهرنيو چارو وزارت د سرپرست کتنه

کابل/دمرغومي ۲٢ مه/باختر
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ادریس زمان پرون په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر ښاعلي بهادر امینیان سره وکتل.
د بهرنیو چارو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پېل کې، زمان د قاسم سلیماني د مړينې او همدارنګه د هغو افغان، ایرانیانو او نورور هېوادونو وګړو د مړینې په تړاو خپله خواشیني څرګنده کړه چې د اوکراین (PS752) الوتنې په وروستۍ پېښه کې یې کیف ته د تلو پرمهال په ایران کې خپل ژوند له لاسه وکړ.
د ایران سفیر هم په خپل وار سره د خپلې خواشیني مراتب څرګند کړل او زمان ته یې ډاډ ورکړ چې د یادې پېښې د هراړخیز څېړولو لپاره یی دولت چمتووالی لري.
د ایران دولت د چمتووالي په تائید سره، زمان د PS752 پېښې د قربانیو کورنیو لپاره د همغږۍ او ځواب ورکړې نړیوال ګروپ د تشکیل په اړه خبرې وکړې.
هغه دا نوښت یو مناسب اقدام وباله چې د اړوندو هېوادونو له خوا ترسره کېږي او په یاده ‌ډله کې یې د غړي په توګه د افغانستان د ونډې په اړه ډاډ ورکړ.
پاى- ذ
 

دوام

ورته لیکنې

Leave a Reply

Your email address will not be published.

دکمه بازگشت به بالا