کابل ، د غبرګولی ۲۳ مه ، باختر
د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ذبیح الله مجاهد وايي، چې په کابل کې د داعش پر یوه پټنځای د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د دغې ډلې یو مهم قومندان وژل شوی او یو بل غړی یې نیول شوی دی.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ ذبيح الله مجاهد په يوه ټويټ کې ليکلي چې دغه عمليات تېره شپه د کابل ولايت د بګراميو ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شوي چې په پایله کې يې د يوسف په نامه د داعش يو قوماندان وژل شوی او د محمد آغا په نامه د دغې ډلې يو بل مهم غړى نیول شوی دی.
د مجاهد د څرګندونو له مخې؛ دغه کسان د هغې ډلې غړي دي، چې پر جوماتو، خانقاوو او د برېښنا پر ستنو به یې بریدونه کول.
په همدې حال کې اسلامي امارت وايي، چې د دولت ضد ډلو او خوارجو د له منځه وړلو لپاره یې منظمه مبارزه پیل کړې ده.
اسلامي امارت نړیوالو ته هم ډاډ ورکړی چې اجازه به ور نه کړي چې افغانستان د داعش او نورو نړیوالو ترهګرو ډلو په ځاله بدل شي.
ع