خبرونهامنیت

په کابل کې د دوو سټینګر توغندیو د پلور او قاچاق په تور پنځه تنه ونیول شول

 کابل،غبرګولي۳مه، باختر

د کورنیو چارو وزارت وايي، چې ۵ تنه يې د دوه بريتانوي سټینګر توغندیو د قاچاق په تور نیولي دي.

د یاد وزارت د درنو جرمونو او اداري فساد پر وړاندې د مبارزی رئيس مولوي سید محمد مامور حنفي وايي، چې ځواکونو يې دغه پنځه کسان  د کابل د خاک جبار ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دوو بريتانوي “ستينګر” مزائیلو د پلور او قاچاق په تور نيولي دي.

د سرچینې په وینا، نیول شویو کسانو غوښتل دغه دوه توغندي د یو میلیون امریکايي ډالرو په بدل کې پر یو ګاونډي هېواد وپلوري.

د یو بل خبر له مخې؛ یو سلو شپږ څلوېښت تنه د کورنیو چارو وزرات د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت په بیلا بېلو بستونو کې په دندو وګومارل شول.

له دې کسانو څخه ۲۷ تنه يې په عالي رتبه او پاتيې نور يې په ټیټ رتبه بستونو کې په دندو وګومارل شول، چې نن د یو لړ مراسمو په ترځ کې خپلو همکارانو ته ور وپېژندل شول.

افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته