امنیت

په کابل کې د دوو نجونو او یوې ښځې د وژنې په تور یو تن نیول شوی دی

کابل / د سلواغې ۲۰ مه / باختر
د کابل د امنیې قومندانۍ چارواکي وايي چې بېګاه د اوومې حوزې په جای رییس سیمه کې د رامین په نوم یو تن د دوو نجونو او یوې ښځې د وژنې په تور نیول شوی دی.
د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدران وايي چې په وژل شویو کې یوه مور او دوې یې لوڼې دي. ځدران زیاتوي چې رامین په لومړنیو څېړنو کې خپل جرم منلی او ځان یې د وژل شویو نجونو او ښځې موټر چلوونکی ښودلی دی.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته