اقتصاد

په کابل کې د زعفرانو ١۵زره کيلوګرامه پياز ووېشل شول

کابل / د چنګاښ ۲۱مه / باختر
په کابل کې نن پر کروندګرو د زعفرانو ١۵زره کيلو ګرامه پياز وويشل شو.
باختر آژانس د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خبرپاڼې له خولې خبر راکړ؛ د کابل د کرنې رياست د ولسواليو پر بزګرانو يوه زراعتې کڅوړه چې د زعفرانو پياز او د دې ارزښتناک بوټي د کښت او راټولولو وسايل په کې شته؛ ووېشل.
د يادونې وړ ده چې کروندګرو ته د زعفرانو کښت لارې چارې هم ښودل شوې او ١۵ جريبه ځمکه د زعفرانو تر کښت لاندې ده.
پای/ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته