سیاستخبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

په کابل کې  د عالمانو او قومي مشرانو د غونډې د جوړېدو احتمال شته

 کابل، د چنګاښ ۶ مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت  له خلکو سره د تعامل او د کړو وړو د پياوړتيا په لټه کې دى او د عالمانو او قومي مشرانو د سترې غونډې په جوړولو سره غواړي د حکومتوالۍ په چارو کې د هغوى نظر يې له ځانه سره ولري.

د باختر آژانس مبصر ليکي: رسنيو خبر ورکړى چې  په روانه اوونۍ کې د عالمانو د شورا په نامه غونډه  به په کابل کې د لويې جرګې په تالار کې جوړه شي.

سره له دې چې د اسلامي امارت مسوولينو تر اوسه پورې په دې اړه نظر نه دى څرګند کړى؛ خو داسې نښې نښاني شته چې د دغه شان يوې غونډې د جوړولو لپاره تدابير نيول شوي دي.

د لويې جرګې تالار په همدې مقصد چمتو شوى دى او دغه راز مخکې له دې د اسلامي امارت مقاماتو د دغه شان يوې غونډې د جوړولو يادونه کړې وه.

دا چې دغه غونډه  په څه نامه جوړيږي د بحث وړ نه ده، مهمه دا ده چې اسلامي امارت  د يو شمېر مسئلو د حل لپاره هلې ځلې کوي چې د ديني عالمانو او د قومي مشرانو نظريې او پيشنهادونه له ځانه سره ولري او له شک پرته هغه کسان چې د ديني عالم او يا د قومي مشر په توګه  په داسې يوه غونډه کې ګډون کوي په حقيقت کې د خلکو استازيتوب کوي او هڅې به وکړي چې په هېواد کې پر اساسي ستونزو تمرکز ولري او اسلامي امارت ته  داسې سلا مشوري ورکړي چې  د ښې حکومتوالۍ لپاره به ګټور او اغيزمن وي.

بايد وويل شي، چې اسلامي امارت د ديني عالمانو او د قومي مشرانو د غونډې په جوړولو سره وښودله؛ چې د ښې حکومتوالۍ لپاره پراخ فکر لري او هلې ځلې کوي چې د هېواد سياسي او اقتصادي حالت د خلکو په ګټه وي.

د اسلامي امارت په نظر شورا او سلا مشوره د بدلون او يا هم د پلان د پياوړتيا لپاره يو بنسټ دى چې کولاى شي ټولنه مثبت لوري ته سوق کړي.

په دې کې شک نشته چې اسلامي امارت په حکومتوالۍ کې له يو لړستونزو سره مخ دى او غوره يې ګڼلې ده چې دغه ستونزې  له عالمانو او قومي مشرانو سره  د سلا مشورو له لارې حل کړي.

د افغانستان اسلامي امارت له خلکو سره د تعامل او د کارونو د پياوړتيا په لټه کى دى او د عالمانو او د قومي مشرانو د سترې غونډې په جوړولو سره غواړي د ښې حکومتوالۍ په چارو کې د هغوى نظر يې له ځانه سره ولري.

\  ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته